د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د اسلامي همکاريو سازمان د عمومي منشي استازي په مشرۍ پلاوي سره ولیدل

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۱۷
turky

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د یادې لیدنې په ترڅ کې، په داسې حال کې چې د اقتصادي برنامو او ستراتېژيکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د چارو رئیس، محترم سید محی الدین "سادات" او د ادارې د عمومي رئیس سکرتر محترم ډاکټر محمد عوض "خپلواک" هم شتون درلود، د اسلامي همکاریو د سازمان د عمومي منشي استازي محترم طارق علي بخیط، د اسلامي همکاریو د دفتر محترم سفیر محمد سعید "العیاش" او مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړله، چې ستاسو له د دوامدارې  ښې همغږۍ او همکارۍ خوښ یو او ویاړو چې په زندانونو کې مو داخلي او نړیوالو بنسټونو ته د دې ادارې له لوري د زندانیانو د انساني او شرعي حقوقو او خدمتونو د پاملرنې په موخه د لیدنو او کتنو زمینه برابره کړې او همداراز دغه اداره د زندانیانو خاصې پاملرنې ته ژمنه ده او تل په څېر به ورته غوره چوپړتیاوې برابروي.

دغه راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس له راغلي پلاوي سره په خبرو کې د زندانیانو لپاره د داخلي او نړیوالو بنسټونو همکاري هم مهمه یاده کړله او له نوموړو څخه یې د هغوی لپاره د ښوونې او روزنې، تغذیې، ښځینه محبوسینو لپاره د ځانګړو امبولانسونو، د روغتیایي تجهیزاتو او درملو، د کارکوونکو د لا مسلکي زده کړو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو، د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د غذایي موادو، اختریزو مناسباتو او د یو شمېر زندانونو په لازمو ځایونو کې د جوماتونو د رغولو په برخه کې د ملاتړ غوښتنه وکړله.

همدا شان، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د عمومي منشي ځانګړي استازي محترم طارق علي بخیط په مشرۍ پلاوي هم د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړله چې د اړوندو یادو شویو برخو د همکارۍ په موخه به لازم قدمونه پورته کړي.

په پای کې، د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي استازي په مشرۍ پلاوي د زندانونو چارو د سمون ادارې سره د همکاریو پر دوام ژمنه وکړله چې نږدې راتلونکې کې به نوموړې ادارې سره د یو امبولانس مرسته وکړي.

 

جمادي الاول ۲۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS