د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د کابل له توقیخونې لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د مرکزي برخو یو شمېر مسوولینو یې هم ملتیا کوله، له یادې توقیفخونې څخه لیدنې لپاره ولاړ او هلته یې اړوندو مسوولینو سره د ځینو ستونزو پر حللارو خبرې اترې وکړې.
محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په دې لیدنه کې د ادارې مربوطه برخې ته د نوموړې توقیفخونې د جنراټورونو ترمیم او بیا فعالولو سپارښتنه وکړه، څو د برېښنا د پرچاوۍ په صورت کې ترې ګټه واخیستل شي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس تر هغې وروسته، د کابل توقیفخونې له توقیفیانو سره هم وکتل، د هغوی وضعیت یې له نږې وارزاوه او اړوندو مسوولینو ته یې د هغوی د مهمو غوښتنو او ستونزو د حل لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، د هېواد ټولو ازادۍ سلب مرکزونو د پرسونل او بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو لپاره د اسانتیاوو برابرول او د ستونزو حلول خپل انساني، شرعي او قانوني مسولیت بولي او په دې لاره کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
ربېع الثاني ۲۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
