د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د زندان د نوې ودانۍ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله
د دې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري" په داسې حال کې، چې د یاد ولایت ښاروال محترم حافظ عبد الرحمن "همت"، د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" او یو شمېر مرکزي او سیمه ییزو مسوولینو یې ملتیا کوله، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي ولایت د زندان نوې ودانۍ له رغنېزو او روانو چارو د ارزونې سربېره له مسوولینو سره یې هم پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د بلخ ولایت د نوي زندان له رغنیزو چارو څخه په لیدنه کې د پروژې پرمختګ، تطبیق او څرنګوالي ارزونه وکړله.
محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د رغنیزو چارو د مسوولینو سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ، چې د نوې ودانۍ کارونه باید د تخنیکي معیارونو پربنسټ پرمخ ولاړ شي او ټولې چارې دې په ټاکل شوي وخت کې بشپړې شي.
همداراز، د ادارې محترم رئیس او ورسره پلاوي د یادو رغنیزو چارو اړوندو مسوولینو ته په خبرو کې زیاته کړله، چې په چارو کې باید له اخلاص او صداقت څخه کار واخلۍ، څو یو بنسټیز او معیاري ودانۍ جوړه شي.
د یادونې ده، چې د بلخ ولایت نوي زندان رغنیزې چارې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړیږي چې په بشپړېدو سره به یې د نوموړي ولایت د زندان زندانیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او د تعمیراتي چارو ستونزې به هوارې شي.
رمضان المبارک ۰۲/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
