د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عمل پلان جوړ شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۷:۲۱
عونده

دغه پلان چې نن(یکشنبې) د نوموړې ادارې د مسلکي او پالېسۍ د مرستيال محترم قاري عبداللہ "همدرد" او د مرکزي برخو ډېر شمېر رئیسانو په ګډون د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال له برخوالو سره شريک شو.
په دې غونډه کې، محترم قاري عبدالله"همدرد" يادو رئیسانو ته دنده ورکړه، څو نوموړی پلان په کره توګه مطالعه او د ښه والي لپاره يې خپل نظريات او وړانديزونه له مربوطه رياست سره شريک کړي.
په ورته مهال، د غونډې برخوالو رئیسانو د دغه پلان جوړول، له اداري فساد سره د مبارزې لپاره يو غوره ګام ياد کړ او له خپله اړخه يې د عملي کېدو ژمنه وکړه.
د يادونې وړ بولو، چې څه موده وړاندې د ا.ا د چارو ادارې له خوا د يوه رسمي مکتوب له مخې، د زندانونو چارو د سمون ادارې ته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عمل پلان جوړولو سپارښتنه شوې وه.

جمادي الاول ۱۰/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS