د زندانونو چارو د سمون ادارې ملکي او نظامي پرسونل لپاره د فقهي زده کړو دويمه دوره پايته ورسېده
دغه دوره، چې څه موده وړاندې د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخې ملکي او نظامي پرسونل لپاره پیل شوې وه، نن(چهارشنبې) يې له برخوالو څخه د پوهېدو د ارزونې په توګه پر ازموینې اخیستو پايته ورسېده.
د دغې ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" یاده ازموینه د ادارې د ملکي او نظامي پرسونل د هڅونې په موخه ارزښتمنه وبلله او د خوښۍ په څرګندولو سره يې وويل، چې ياد پرسونل په کې په ډېرې لېوالتیا ګډون کړی وو.
داراز، هغه یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د نوموړي پرسونل د دیني پوهې او کاري وړتیا لوړاوي لپاره به دا ډول نور مثبت پروګرامونه هم پلې کړي.
په ورته وخت کې، د دغو زده کړو يو تن استاد محترم مولوي شکر الله "مشفق" په خپلو خبرو کې د ادارې د پرسونل لپاره دیني زده کړې اړینې وبللې او ويې ويل، چې په دې درسونو کې ګډون د دنیوي او اخروي ګټو ترلاسه کولو لامل کېږي.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې ملکي او نظامي پرسونل هم د فقهي زده کړو له روان بهیر څخه خوښي وښوده او له یادې ادارې څخه یې د دوام او ورته د نورو ګټورو پروګرامونو د عملي کولو غوښتنه وکړه.
ذوالقعده ۲۶/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
