د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د غزني ولایت له زندانه لیدنه وکړله
محترم لوی پاسوال قاري حبیبالله "بدر" په داسې حال کې، چې يوشمېر امنیتي او کشفي برخو مسوولين هم ورسره وو غزني ولایت ته د سفر پرمهال، د دغه ولایت د زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه.
په ورته مهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال په مشرۍ پلاوي د غزني ولایت د زندان زندانیانو سره ولیدل چې نوموړو هم د مسوولینو له خوا دوی سره د ښه چلند په موخه د مننې ترڅنګ، خپلې ستونزې او روا غوښتنې شریکې کړې چې د پلاوي له لورې ورته په دې برخه کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې د دغه زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، امنیتي پوستو او نورو برخو څخه لیدنه وکړله او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
رمضان المبارک ۲۳/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
