د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د میدان وردګ ولایت د زندانیانو روا غوښتنو ته د رسېدنې ژمنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۰:۵۵
معاونیت نظامی

محترم لوی پاسوال قاري حبیب‌الله "بدر" تېره ورځ میدان وردګ ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړه او له مسوولینو سره یې د زندان او زندانیانو د وضعیت، په ځانګړې توګه د نظامي او امنیتي مسایلو په هکله خبرې وکړې.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د یاد زندان له امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو څارنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې د ځینو نیمګړتیاوو د پوره کولو او د امنیتي خلاګانو د ډکولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
په ورت وخت کې، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د میدان وردګ ولایت د زندان د بندیانو د خونو یا سلولونو حالت له نږدې وکوت، د بندیانو خبرې او غوښتنې یې واورېدې او روا غوښتنو ته یې له خپله اړخه د رسېدنې د ژمنې ترڅنګ، د دغه زندان مسوولین هم متوجه کړل. 

شوال المکرم ۳۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS