د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال او مل پلاوي یې د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د ۵۰ بستریز روغتون او د مرکزي توقیفخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۶:۵
نظامي

د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د دې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او  د ادارې یو شمېر نور مسوولین هم ورسره وو، د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې له رئیس محترم قاري محمد ګل جګرخون سره ولیدل او د دې توفیفخونې د پایوازۍ په بهیر کې د اسانتیاوو او لاښه خدماتو د رامنځ ته کولو په موخه یې ورسره خبرې وکړې. 
داراز، د نظامي چارو مرستیال د یادې توقیفخونې د پایوازۍ بهیر څخه له نږدې ارزونه وکړه او د راغلو پایوازانو څخه یې په دې برخه کې ستونزې او غوښتوې ترې واورېدې چې نوموړو په دې برخې کې د تګ راتګ د وسایطو تنظیم، پلورنځیو او نورو اسانتیاوو برابرولو په پار له پلاوي مننه وکړه.   
همداراز، نوموړي پلاوي د دې توقیفخونې د توقیفیانو لپاره د پخلنځي څخه هم لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې لارښونه وکړه څو د مینو لیست سره سم خواړه برابر او د پاکوالي پوره پوره خیال وساتي. 
په ورته وخت کې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د یادې ادارې ۵۰ بستریز روغتون ته ورغی او هلته یې د دې روغتون مختلفې برخې وارزولې او مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د بندي ناروغانو په درملنه کې خپلې هلې ځلې لا زیاتي کړي.
همداشان، د نظامي چارو مرستیال د ۵۰ بستریز روغتون د ناروغو زندانیانو سره هم ولیدل د هغوی ستونزې ا و غوښتنې یې ترې واورېدې او نوموړو ته یې زیاته کړه چې دا اداره تل کوښښ کوي څو زندانیانو ته د نورو برخو ترڅنګ د روغتیا ساتنې په برخه کې هم ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې يې تجربه لرونکي ډاکټران ګومارلي څو د ناروغو زندانیانو روغتیا خوندي وساتي.
دغه راز، یاد پلاوي د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د ۵۰ بستریز روغتون د لابرتوار څخه په لیدنه کې د ناروغیو د تشخیص د نوي چک‌اپ کمپیوټرۍ ماشین په فعالولو خوښي څرګنده او هیله یې وښوده چې له یاد ماشین څخه په استفادې به د مختلفو ناروغیو په تشخیص کې ګټه پورته او له دې وروسته به په اسانۍ سره د زندانیانو د بیلا بیلو ناروغیو په اړه معلومات د زندان دننه ترسره کېږي.

رجب المرجب ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي  پله له مرکزي زندان، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم  "طارق" او ورسره مل پلاوي یې د څرخي پله، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS