د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال او مل پلاوي یې د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۵:۹
معاونیت

د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم الحاج عبدالرحمن"عابد"، د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابرې رئیس محترم انجینر عبیدالله "اخندزاده" او یو شمېر نور مسوولین هم ورسره وو،  د څرخي پله مرکزي  محبس مسوولینو سره په اړوندو مسایلو بحث وکړ.
دا راز، د نظامي چارو مرستیال د یاد محبس او د روغتیا برخې مسوولینو سره په لیدنه کې نوموړو ته زیاته کړه چې د ژمي موسم په راتلو سره د محبوسینو لپاره د ګرمولو توکو او د هغوی د روغتیا ساتنې په برخه کې خپله پاملرنه لا زیاته کړي څو محبوسین په دې موسم کې له ناروغیو څخه خوندي پاتې شي.
په ورته وخت کې، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د تعمراتو او تکنالوژۍ مسوولینو ته چې په دې لیدنه کې ورسره مل وو لارښوونه وکړه چې د محبس د تعمیراتي برخې چې تنظیم او رغونې ته اړتیا لري ورغوي او هغه برخو کې چې کېمرې، PCO او انټرنیټ لګولو ته اړتیا وي ولګوي څو هم د امنیت په ټنګښت او هم د محبوسینو لپاره په محبس کې د ژوند کولو اسانتیاوې رامنځ ته شي. 
همدا راز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د نوموړي محبس د پرسونل او محبوسینو لپاره د خوړو (اعاشې)، اباتې او پخلنځي ترڅنګ یې د دې محبس د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او د زندانیانو لا خوندي امنیت په پار یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

جمادي الاول۱۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS