د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال تېره شپه ناوخته د کابل ولایت د څرخي پله له مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه

د دغه ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" په داسې حال کې چې یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله تېره شپه ناوخته د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس ته ورغلی وو او هلته یې د دې محبس له پرسونل او محبوسینو سره له نږدې ولیدل.
داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" د یاد محبس مسوولینو ته په خپلو خبرو کې وویل: « دا چې د زندانیانو ساتل لوی مسؤلیت دی نو له هغوی سره خپل چلند لانور هم ښه کړئ، هغوی ته د زده کړو زمینه برابره او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې جدي پاملرنه وکړي، څو په راتلونکي کې د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.
همداراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د یاد محبس له محبوسینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او نوموړو ته یې د اسانتياوو پر زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او د لا ښو خدمتونو د رامنځ ته کولو په موخه ژمنه وکړ.
په ورته وخت کې، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د دې محبس د خوړو (اعاشې)، اباتې، روغتیايي چارو، امنیتي پوستو او ټاورونو وضعیت هم وارزول او د شتو ستونزو د حل او لا ښه امنیتي چاپېریال د رامنځ ته کولو په هدف یې اړوند مسوولینوته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.
صفر المظفر ۱۷/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت