د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د دې ادارې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ د روزنیز او مسلکي کورس له روان بهیر څخه ارزونه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۱:۱۵
مرکز تعلیمی

د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" په داسې حال کې چې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتا کوله د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ د تعلیمي مرکز  د روزنیز او مسلکي کورس له روان بهیر څخه ارزونه وکړه.

داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" د نوموړي تعلیمي مرکز د روزنیز او مسلکي کورس د نظامي برخې ګډونوالو زده کوونکو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه « تل کوښښ کوو څو د ادارې ملکي او نظامي پرسونل د ښوونې او روزنې د بېلابیلو برنامو له لارې داسې وروزو چې کاري وړتیا یې لوړه او ورسپارل شوي مسوولیتونه په پوره رېښتینولۍ، صداقت او زړورتیا سره ترسره کړي.

همداشان، نظامي مرستیال د یاد کورس ګډونوالو نظامي مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې نظم او ډسپلین مراعات او له نظامي یونوفورم څخه په استفادې بېرته چارو ته پر ورستنېدو له زندانیانو سره لا نور هم ښه چلند وکړي، هغوی ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې جدي پاملرنه وکړي، څو ټول محبوسین، تورن او محجوزین د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي چارو مرستیال د نوموړي کورس له استادانو څخه وغوښتل، چې په کورس کې د ګډونوالو د ښې روزنې لپاره خپلې هلې ځلې لازیاتې او د مربوطه چارو په هکله ورته لازمې لارښوونې وکړي.

 

ربیع الثاني ۲۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبر: (نورستان) د نورستان ولایت د زندان ملکي  او اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده

د نورستان ولایت د زندان امر محترم مولوي عبیدالله "عباد" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

BACK TO NEWS