د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د لوګر ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۴:۴۱
ولایت لوگر

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې لوګر ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره يې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.
داراز، د دې ادارې نظامي مرستیال د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».
په ورته وخت کې، د دې ولایت د زندان زندانیانو د محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ د پلاوي په ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو چلند یې مثبت یاد کړ، خو د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو موضوع یې یوه له مهمو او روا غوښتنو وګڼله، چې د پلاوي له خوا ورته ډاډ ورکړل شو چې دا غوښتنه به یې عدلي او قضايي اورګانونو سره شریکه کړې، څو ورته پروخت رسېدنه وشي.
په پای کې، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د ډوډۍ پخولو، خوړو پخولو، اباتې، د برېښنا خدمت وړاندې کولو او تعمیراتي او روغتیايي چارې د لیدنې ترخوا یې د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزوله او د هغو لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې مربوطه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

ذوالقعدة الحرام ۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS