د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د پلټنې عالي ادارې پلاوي سره وکتل
محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نن(شنبې) په داسې حال کې، چې د دې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده" او یو شمېر نورو رئیسانو هم شتون درلود، د ا.ا.ا. د پلټنې عالي ادارې د مرکزي بودیجې رئیس محترم محمد حسن "موسی زي" په مشرۍ پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانونو چارو د سمون ادارې د تېر(۱۴۰۴) مالي کال د کړنو، مالي چارو د تنظیم، د لګښتونو د روڼتیا او حساب ورکونې بهیر او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله یې خبرې اترې وکړلې.
داراز، د نظامي چارو مرستیال په دې خبرو اترو کې ډاډ ورکړ، چې په تېر(۱۴۰۴) مالي کال کې ټولې چارې د اسلامي شریعت، نافذه قوانینو او اصولو سره سم او په پوره شفافیت پر مخ وړل شوې دي.
بلخوا، د پلټنې عالي ادارې پلاوي د یادو معلوماتو تر اورېدو هغه وستایلې او د لا زیات شفافیت، د چارو اسانولو او د اداري بهیر د لا پیاوړتیا په موخه یې لازم نظرونه شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول ناستې د دولتي ادارو ترمنځ د لا زیات شفافیت رامنځته کولو، په مالي برخه کې د نظم د ټینګښت او د حساب ورکونې د فرهنګ د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.
شوال المکرم ۱۷/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
