د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د پکتیا ولایت له زندان څخه ارزونه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۴:۳۶
پکتیا

د یادې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" نوموړي ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې لومړی له زندانه لیدنه وکړه او له مسوولینو او بندیانو سره یې په زندان کې د ترسره شویو فعالیتونو، لاسته راوړنو او شتو ننګونو او ستونزو په هکله یي ورسره هر اړخیز بحث وکړه.
د نظامي چارو مرستیال د نوموړي  ولایت د زندان له مسوولینو سره په یادو خبرو اترو کې له لاسته راوړنو ستاینه او د فعالیتونو ښې پراختیا او ستونزو د حل لپاره لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
په ورته وخت کې، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت د زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی ورسره د خپلو جرمي دوسیو پروخت څېړلو او د برخلیک روښانه کولو په اړه خپلې غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي مشر ورته د رسېدنې ډاډ ورکړ.
داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر او مل پلاوي یې د دغه زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي، صنعتي او روغتیایې برخو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ بولو، چې د ازادۍ سلب مرکزونو څخه د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ پلاوي د لیدنو موخه د یادو مرکزونو د وضعیت ښه کول، ستونزو ته رسېدنه، بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو ته د خدمتونو وړاندې کولو او اسانتیاوو برابرولو زیاتول، د چارو چټکوالی او په دې برخو کې د لاسته راوړنو بډاینه ده.

ذوالقعدة الحرام ۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS