د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال له(۵۰) بستریز مرکزي روغتون څخه لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۵:۱۳
نظامی

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د دې ادارې صحيې رئیس محترم ډاکتر سید احمد "اسحاقزی" او یو شمېر نور مسوولین هم ور سره ول، نن(دوشنبې) په کابل کې د زندانونو چارو د سمون ادارې له(۵۰) بستریز مرکزي روغتون څخه د دې لیدنې پرمهال، د یاد روغتون مسوولینو ته د ادارې د پرسونل او زندانیانو د ښي درملنې په موخه د جدې پاملرنې سپارښتنه وکړه.

داراز، د دغې ادارې نظامي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، « دا زمونږ او ستاسو مسوولیت دی چې د زندانیانو او پرسونل روغتیا ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړو او پدې برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو».

همداشان، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د نوموړي روغتون مسوولینو سره په کتنه کې د هغوی د غوښتنو او ستونزو اورېدلو ترڅنګ، د نوموړي روغتون بسترخونې، وارډونه او بېلابېلې څانګې وارزولې او اړوندو مسوولینو ته یې د هغو د لا ښه پاکوالي په هدف لازمې لارښوونې وکړې.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په نوموړي روغتون د بستر شویو ناروغو زندانیانو د حال پوښتنه وکړه او اړوندو  روغتیايي مسوولینو ته یې توصیه وکړه، چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه په ګټه اخیستنه د هغوی ښه درملنه وکړي.  

د یادې لیدنې په پای کې، د څرخي پله مرکزي زندان د ګارنېزیون په انګړ کې د (۵۰) بستریز مرکزي روغتون ټولو روغتیايي کارکوونکو محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" ته ډاډ ورکړ، چې دوی به لکه تل شپه او ورځ د زندانونو چارو د سمون ادارې ناروغو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو په خدمت کې وي.

 

شوال المکرم ۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

ولایتي خبر: (سرپل) د سرپل ولایت له زندان سره د اکتید موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د نوموړي ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د اکتید موسسې له لورې (۱۰۰) تنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ ولیبال سیالي ترسره شوه

 

دغه یوه ورځینۍ دوستانه سیالي د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې او د یاد زندان د مسوولینو په همکارۍ  د نوموړي محبس د پینځم او نهم بلاکونو د محبوسینو. . .

BACK TO NEWS