د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال له یو شمېر مسوولینو سره ولیدل

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۴:۷
قازی

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" نن(چهارشنبې) د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې له رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د ارشاد او دعوت له رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" او د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قومندان محترم مل پاسوال مولوي شرافت الله "حقاني سره په خپل کاري دفتر کې د یادې لیدنې پرمهال یو ځل بیا د اسلامي اوامرو او شرعي اصولو پر رعایتولو ټينګار وکړ.
 د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال نوموړو مسوولینو ته په خبرو کې د ادارې د نظامي او ملکي پرسونل لپاره د قرآنکريم د تفسير د لړۍ د دوام تر څنګ، د دوی د پراخ ګډون او د ورته نورو ګټورو پروګرامونو د عملي کولو توصیه وکړه.
داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" له یادو مسوولینو څخه وغوښتل، څو د ادارې پرسونل ته لارښوونه وکړي چې خپل ځانونه په نبوي(ص) سنتو برابر او خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي.

صفر المظفر۱۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS