د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"د یوه پلاوي په مشرۍ بامیانو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نوموړي ولایت زندان څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد زندان لپاره نوی رئیس معرفي کړ.

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۵:۱۰
bamyan

د دې ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د شخصیتي دوسیو امر محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو یې ملتیا کوله، د نوموړي ولایت د زندان وضعیت و ارزاوه او له مسوولینو سره یې هم پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

 

همداشان، محترم قاري حبیب الله بدر له لورې محترم مولوي عبد الرحیم "احمد" د بامیانو ولایت د  زندان نوي رئیس په توګه مسوولینو او پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړله.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال خپلو خبرو کې وویل، هیله مند یو چې محترم مولوي عبد الرحیم "احمد" به تر خپل لاس لاندې کارکوونکو سره ښه چلند کوي، له حاله به يې ځان تل خبروي، ستونزو ته به یې په خپل وخت رسېدنه کوي او کارکوونکي به هم له خپل نوي رئیس سره پوره همکاري کوي.

 

همداراز، پلاوي د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

په ورته وخت کې، د بامیانو ولایت د زندان زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو چلند یې ښه یاد کړ.

په ورته مهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د ډوډۍ پخولو، خوړو پخولو، اباتې، برېښنایي، تعمیراتي او روغتیايي چارې له نږدې وارزولې او د هغو لا ښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

په پای کې، د د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ پلاوي د دغه زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، امنیتي پوستو او نورو برخو څخه لیدنه وکړله او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

ربیع الاول ۲۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي  پله له مرکزي زندان، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم  "طارق" او ورسره مل پلاوي یې د څرخي پله، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS