د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د بادغیس، هرات او فراه ولایتونو د زندانونو تعمیراتي چارې ارزولې دي

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۱:۴۹
تعمیرات

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په مشرۍ پلاوي د خپل رسمي سفر پرمهال د بادغیس، هرات او فراه ولایتونو د زندانونو تعمیراتي چارو د ارزونې ترڅنګ د نوموړو زندانونو له مسوولینو سره لیدلي او پر مالي، صنعتي، تخنیکي او نورو اړوندو مواردو یې ورسره بحث کړی دی.

همدا شان، د تعمیراتو د رئیس په مشرۍ پلاوي د یادو زندانونو په تعمیراتي برخو کې د بریښنا او اوبو  رسولو سیستمونه، انګرونه او د زندانیانو خونې، دهلیزونه، اشپزخونې او نورې برخې ارزولي او د ځېنو برخو بیا روغونې په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښونې کړې دي.

په ورته وخت کې یاد پلاوي د نوموړو زندانونو له زندانیانو سره له نږدې ولیدل د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونه وکړې چې د زندانیانو د ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي او د هغوی په ساتنه او پالنه کې د هېڅ راز همکاریو څخه دریغ ونه کړي.

 

ربیع الاول ۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۳:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ  پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي مرکز څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې مرکز له رئیس محترم مولوي مولوي شرافت الله "حقاني" سره  پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې (۱۲۴) تنو منسوبینو ته ښوونیز او مسلکي کورس پیل شو

دغه کورس، چې د درې میاشتې لپاره دی، د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز له خوا جوړ او په کې د ادارې د مرکز او (۳۳)ولایتونو (۱۲۴) تنه منسوبین ګډون کوي.

یادو ګډونوالو ته په نوموړي. . .

BACK TO NEWS