د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د پنجشير ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۵:۳۹
پنجشیر

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او د ارشاد او دعوت د رئیس محترم مولوي صديق الله "صديقي" په ګډون ټاکل شوی پلاوی، نن(يکشنبې) ياد ولايت ولاړ او هلته یې د زندان له مسوولینو سره د لیدنې په ترڅ کې د اړوندو مسایلو په اړه خبرې اترې کړې دي.
داراز، نوموړي پلاوي د پنجشير ولايت د زندان ښوونيز او روزنيز بهير ارزولی او د ښه والي لپاره يې مربوطه مسوولينو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.
همداشان، پلاوي د ياد زندان له پرسونل او بنديانو سره هم له نږدې کتلي او هغوی ته يې د نېک چلند ترسره کولو، له بديو ډډه کولو او نورو اصلاحي مسايلو د په پام کې نيولو په موخه لارښوونې کړې، چې د پرسونل او بنديانو د خوښۍ لامل شوې دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولين د ازادۍ سلب مرکزونو څخه ليدنه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم د ورته هڅو په ترڅ کې توانېدلي چې د بنديانو، توقيفيانو او محجوزينو له حاله ځان خبر، په بېلابېلو برخو کې يې ستونزې حل او په نوموړو مرکزونه کې یې ورته د اسانتياوو برابرولو ترڅنګ، ښوونيز، روزنيز او اصلاحي پروګرامونه پلې کړي.

ربېع‌الثاني ۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS