د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د پکتیکا ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
پکتیکا

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د کشف او اوپراتیفي معاون محترم انجنیر عبدالواجد "حمزه" په مشرۍ یو پلاوی پکتیکا ته په سفر ولاړ او هلته یې د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.
همداشان، پلاوي د د دې ولایت د زندان له مسوولینو سره په بحث کې د چارو ښه پرمخ وړلو او د نوموړي ولایت د بندیانو ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې په اړه د دغې ادارې د رهبرۍ لازمې لارښوونې شریکې کړې.
داراز، د محترم حمزه په مشرۍ پکتیکا ته تللي پلاوي د دې ولایت د زندان له کاري او اداري برخو، تعمیراتي چارو او د پرسونل او بندیانو لپاره د روغتیايي، اعاشوي، اباتوي، د پخلنځي، امنیتي ټاورنه، قراولونه، امنیتي پوستې او نورو اړتیا وړ برابرو شويو توکو او امکاناتو څخه تر ارزونې وروسته، ډاډ ترلاسه کړ.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، تل د ازادۍ سلب د ټولو مرکزونو د ارزونې او په ترڅ کې یې د لاسته راوړنو تقویت او د ستونزو حل خپل مسوولیت ګڼي او په دې برخه کې، ورته کوښښونو ته دوام ورکوي.

ربیع الثاني ۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۲:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په کابل کې د پولیسو (۳۰۰) بستریز د روغتون له رئیس سره ولیدل

د نوموړې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" پداسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو رئیسانو یې بدرګه کوله ، د کابل ولایت د پولیسو (۳۰۰) بستریز روغتون د رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۱۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ  یوه پلاوي د میدان وردګ ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د یادې ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د نوموړې ادارې یو شمېر رئیسانو یې هم ملتیا کوله، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۴۶
Background image

د هرات ولایت له ښځینه زندان سره د سره صلیب له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب له لورې چې د کالیو منځلو پودر، شامپو، صابون، خوړو دسترخوان، جارو، د اوبو سطلونه، د. . .

BACK TO NEWS