د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د کندوز ولایت له زندانه لیدنه وکړه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مرکزي برخې استازي محترم ملا محمد یونس"سحر" په مشرۍ یو پلاوی تېره ورځ کندوز ته په سفر ولاړ او هلته یې د نوموړي ولایت له زندانه د ليدنې ترڅنګ مسوولینو او پرسونل سره د ياد زندان پر تخنیکي او نورو اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره له نږدې لیدلي او د هغوی لپاره د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت د ارزولو ترڅنګ یې د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړه ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.
ربیع الاول ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت