د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي کونړ ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۲:۹
کنر

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د کورني تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد " احمدي "  په مشرۍ پلاوي کونړ ته د سفر پرمهال د نوموړي ولایت له زندانه لیدنه وکړله او له مسوولینو او پرسونل سره يې د ياد زندان پر تخنیکي او نورو اړوندو چارو بحث وکړ.

په ورته وخت کې، پلاوي د نوموړو زندانونو له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی د خوړو(اعاشې) اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت ارزولی او د ستونزو حلولو او لازمو اسانتیاوو  برابرولو  په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه کړ‎ې ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ سره یاده موضوع شریکوي، څو په مرکز کې ورته حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

رجب المرجب ۱۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۴:۲۹
Background image

‍ولایتي خبرونه ( کندز، بلخ، ننګرهار) د کندز ولایت د زندان مسوولینو دې ولایت د خان اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د کندز ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي"د نوموړي ولایت د خان اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

دا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۲:۵۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز سمینار څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو د کشف (۴۲) تنو امرینو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له ښوونیز او روزنیز سمینار څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۴۲) تنو د کشف امرینو د یوې میاشتې زده کړو په دوره کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

ولایتي خبر: (سرپل) د سرپل ولایت له زندان سره د اکتید موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د نوموړي ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د اکتید موسسې له لورې (۱۰۰) تنو. . .

BACK TO NEWS