د زندانونو چارو د سمون ادارې پخواني نظامي مرستیال د مخه ښې مراسم ترسره کړل
دغه مراسمو د ادارې د نظامي برخې امرینو، مدیرانو، افسرانو او ګڼ شمېر کارکوونکو په ګډون ترسره شول.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې پخواني نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د وینا پر مهال له ټولوهمکارانو مننه او زیاته یې کړله، چې د دې ادارې له ټیم سره ګډ کار یې تل د ویاړ وړ بللی دی، هغه د ادارې له رهبرۍ او کارکوونکو وغوښتل چې د اصلاحاتو بهیر لا قوي وساتي او د زندانونو د مدیریت په برخه کې د شفافیت او عدالت معیارونه لوړ کړي.
محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د دې ادارې نظامي مسوولینو او پرسونل څخه یې وغوښتل چې د خپلو امرینو اطاعت وکړي د تير په څیر له زندانیانو سره داسې چلند وکړي چې د هغوي د اصلاح سبب وګرځي او په راتلونکې کې د سالمو وګړو په څېر ټولنې او کورنېوسره یو ځای شي.
مراسم د خیر دعا، په کولو سره پای ته ورسېدل.
جمادي الاول ۲۵/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
