د زندانونو چارو د سمون ادارې په مرکزي برخو کې د دښمن د ناببره بریدونو د مخنیوي په موخه امنیتي پروا ترسره شوه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۱۳:۲۹

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" نن(پنجشنبې) په داسې حال کې، چې د ادارې د ګارنېزیون او د مرکزي زندان د امنیتي قطعې قومندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او د مرکزي امنیتي برخو یو شمېر مسوولینو یې ملتیا کوله، کابل کې د ادارې د مرکزي برخو، زندانونو او توقیفخونې کې د امنیتي پروا د ترسره کېدو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د یادې پروا موخه، د ازادۍ سلب پر مرکزونو د دښمن د ناببره بریدونو د دفعې او مخنیوي لپاره د امنیتي تدابیرو غښتلي کول او نیمګړتیاوو ته رسېدنه ده.
محترم بدر له نوموړي بهیر څخه د لیدنې پرمهال، په امنیتي برخه کې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې امنیتي او نظامي مسوولین کوښښ کوي، څو د یادو فعالیتونو په ترسره کولو سره د ازادۍ سلب مرکزونو، ښځینه او نارینه پرسونل، زندانیانو، توقیفیانو او محجوزینو امنیت خوندي وساتي.

ربېع الاول- ۱۷/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ا.ا.ا. ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له نظامي مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر اساس د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې، اداري چارې او د زندانیانو وضعیت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبر: (نورستان) د نورستان ولایت د زندان ملکي  او اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده

د نورستان ولایت د زندان امر محترم مولوي عبیدالله "عباد" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

BACK TO NEWS