د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه لوړ پوړي پلاوي د کابل له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې د توقیفیانو اعتصاب پایته ورساوه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۱۲:۳۲
معاون نظامی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ او د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" او یوشمېر نورو مسوولینو په ګډون یوه لوړپوړي پلاوي، تېره ورځ د کابل له نشه يي توکو سره د مبارزې په توقیفخونه کې د دوسیو پر وخت نه څېړلو له امله د توقیفیانو له خوا د نه خوړو اعتصاب پایته ورساوه.
په ورته وخت کې، د محترم بدر او ورسره پلاوي په غوښتنه د همدې ستونزې د حل لپاره یادې توقیفخونې ته د عدلي او قضايي اورګانونو راغلیو استازیو نوموړو توقیفیانو سره له نږدې ولیدل، د هغوی روغتیايي وضعیت یې وارزاوه، د هغوی شکایتونه، ستونزې او روا غوښتنې یې واورېدې او ژمنه یې ورسره وکړه، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په همکارۍ به د دوی د وضعیت ښه والي، شکایتونو ته د رسېدنې، د ستونزو د حل او دوسیو پروخت څېړلو لپاره خپلې ګډې هڅې ګړندۍ کړي، چې دا ژمنه د دغو توقیفیانو د رضایت لامل وګرځېده. 

جمادي الاول ۱۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS