د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د غزني ولایت د ګیلان، مقر او قره‌‌باغ ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۱:۱۲
غزنی

د دغې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" په مشرۍ یوه پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د ګیلان، مقر او قره‌باغ ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
همدا راز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، یاد پلاوي د غزني ولایت د ګیلان، مقر او قره‌باغ ولسوالیو له ملکي او نظامي مسوولینو سره د توقیفیانو د ستونزو د حل او د دې ولسوالیو د محکمو له استازو سره د توقیفیانو د دوسیو څېړلو په موخه خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.
داراز، نوموړو مسوولینو له لوري پلاوي ته ډاډ ورکړل شو چې په دې برخه کې به هر راز مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي.

محرم الحرام ۲۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي  پله له مرکزي زندان، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم  "طارق" او ورسره مل پلاوي یې د څرخي پله، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS