د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د پروان او بغلان ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۵:۱۸
پروان

د دغې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د کشف او اوپراتيفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد" په مشرۍ يوه پلاوي په تېرو دوو ورځو کې د پروان او بغلان ولایتونو له زندانونو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د نوموړو زندانونو له مسوولینو سره پر اړوندو موضوعګانو خبرې اترې وکړې.
د پلاوي له خوا په یادو خبرو اترو کې مسوولینو ته د دغو زندانونو د ستونزو د حل په تړاو لازمې لارښوونې وشوې او له دوی یې وغوښتل، چې له زندانیانو سره ښه چلند ته دوام ورکړي.
داراز، پلاوي د نوموړو ولایتونو له زندانیانو سره هم وکتل او د هغوی له لورې د دوسیو ژر څېړلو ترڅنګ د هغوی نورې روا غوښتنې له نږدې واورېدې او په دې برخه کې یې یادو زندانیانو سره د چټکو ګامونو پورته کولو ژمنه وکړه.
بلخوا، د محترم مولوي عطامحمد "محمد" په مشرۍ پلاوي د پروان او بغلان د مرافعې محکمو له رئیسانو سره هم ولیدل او د يادو ولايتونو د زندانیانو د جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه يې ورسره شریکه کړه، چې د هغوی له لورې ورته په دې اړه ډاډ ورکړ شو.

محرم الحرام ۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ا.ا.ا. ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له نظامي مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر اساس د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې، اداري چارې او د زندانیانو وضعیت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبر: (نورستان) د نورستان ولایت د زندان ملکي  او اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده

د نورستان ولایت د زندان امر محترم مولوي عبیدالله "عباد" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

BACK TO NEWS