د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کابل له نشه يي توکو سره د مبارزې توقيفخونې څخه ليدنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۲:۳۷
مشاور

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" په مشرۍ او د ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" په ګډون یو پلاوی د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې ته ولاړ او هلته یې له مسوولينو او پرسونل سره په خبرو کې پر مربوطه موضوعګانو بحث وکړ.
په ورته وخت کې یاد پلاوي د نوموړې توقیفخونې له توقیفیانو سرههم ولیدل، هغوی ورته د مسوولینو له خوا د ښه چلند په اړه  دخوښۍ په څرګندولو سره خپلې ستونزې او غوښتنې بیان کړې چې د پلاوي له لورې ورسره ژمنه وشوه څو یې د حل لپاره د ادارې رهبري پرې خبره کړي. 
همداشان، پلاوي د دغې توقيفخونې بېلابېلې برخې وارزولې او ځینو ستونزو ته د رسېدنې لپاره یې اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.

شعبان‌المعظم ۱۹/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS