د زندانونو چارو د سمون ادارې یو پلاوي د خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه یو درې کسیز پلاوي چې مشري یې د ادارې د کشف او اوپراتيفي رئیس محترم مولوي عطا محمد "محمد" کوله د خوست، پکتیا او لوګر له زندانونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د نوموړو ولایتونو د زندانونو له مسوولینو سره پر اړوندو موضوعګانو خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې، د محترم مولوي عطا محمد "محمد" په مشرۍ پلاوي د یادو زندانونو مسوولينو ته د ستونزو د حل په تړاو لازمې لارښوونې وکړې او له دوی څخه یې وغوښتل، څو له زندانیانو سره د ښه چلند ترڅنګ د هغوی ستونزو ته هم پروخت رسېدنه وکړي.
داراز، پلاوي د نوموړو ولایتونو له زندانیانو سره په کتنه د هغوی ستونزي او غوښتنې له نږدې واورېدې، چې دغو زاندانیانو له دوی سره د مسوولینو چلند ښه یاد کړ او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه یې وکړه.
د محترم مولوي عطا محمد "محمد" په مشرۍ پلاوي د خوست، لوګر او پکتيا د مرافعې محکمو له رئیسانو سره هم ولیدل او د يادو ولايتونو د زندانیانو د جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه يې ترې وکړه، چې د هغوی له لورې ورته په دې اړه ډاډ ورکړل شو.
ذوالقعده ۲۱/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
