د زندانونو چارو د سمون په اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۱۸
معرفی

 

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم په دغې اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د بشري سرچینو ریئس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید"، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عیبدالله "اخلاص" او  یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي سید محمد "موسی" د سمونوالۍ په بست کې د زندانونو چارو د سمون اداره د حقوقو د عمومي مدیر او محترم عبدالواجد "همزه" د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست د صنعتي برخې د امر په توګه د اړوند مدیریت او امریت پرسونل ته وپېژندل شول.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د بشري سرچینو ریئس محترم مولوي ضیاءالرحمن سعید د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی چې موخه ترې د کارونو ښه والی او پرمختګ دی نو هیله ده چې په دې برخه کې له نوموړو مسوولینو څخه په چارو کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، محترم مولوي سعید له مخکیني امر او مدیر څخه مننه وکړه او د هغو تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له ګومارل شویو مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په پای کې نویو ګومارل شویو مسوولینو چې رسماً يې خپل کار پیل کړ ژمنه وکړه او ویې ویل، د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لورې ورسپارل شوي مسوولیتونه به پروخت او په پوره امانتولۍ ترسره کوي.

 

ربیع الثاني ۳۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۴
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت له زندانه ارزونه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۱۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د خوست ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث عاليقدر مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د سپارښتنې پر بنسټ محترم الحاج ملا اغا ولي "نوراني" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د. . .

BACK TO NEWS