د غزني ولایت د زندان نظامي پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه شل ورځینی سیمنار پای ته ورسېد

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۳:۳۶
yeye

دغه سیمنار، چې د یاد ولایت زندان د مسوولینو په هڅو د تجربه لرونکو استادانو له لورې د زندان (۲۰) تنو نظامي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی وو، د شل ورځو په موده کې ګډونوالو ته په اداري چارو، نظامي نظم، انضباط، د زندانیانو حقونو او امنیتي تدابیرو په موخه هر اړخېز معلومات ورکړل شول. ‎

همدا شان، د دې لایت د زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" دا ډول پروګرامونه د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې غوره وبلل او ګډونوال یې وهڅول څو په خپلو اداري چارو کې ترې ګټه پورته کړي.

 

صفر المظفر۲۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS