د غزني ولایت په زندان کې د محبس کارکوونکو ترمنځ په اسلامي نظام کې د اطاعت رسالې تر عنوان لاندې سیالي ترسره شوه.

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۱:۵۰
غزنی

په دغه سیالۍ کې چې د دې ولایت د زندان کارکوونکو برخه اخیستې وه، د الکوثر فکري او فرهنګي بنسټ او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت لخوا په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د غزني مرستیال والي محترم الحاج حافظ عبد الرشید "عمري"، د زندان رئیس محترم ملا محمد نور  "بلال شاهین"، د نوموړي ولایت د علماوو، نظامي محکمې، استیناف محکمې، فرامینو او نظارت رئیسانو په ګډون یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو هم شتون درلود، ویناوالو ته په خپلو خبرو کې د دې زندان کارکوونکو ته دې دیني زده کړو او مطالعې په ارزښت خبرې وکړې او له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې د دیني زده کړو په ترلاسه کولو او د پوهې په لوړولو کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

همدا راز، دې یادې سیالۍ (۴۰) تنو هغه ګدونوالو چې یاد درسي کتاب یې بشپړ معالعه کړی وو، (۱۰) تنو ممتازو زده کوونکو ته لیپټاپ کمپیوټرونه او الفجر ساعتونه د ډالۍ په توګه ورکړل شول.

په پای کې، د غزني مرستیال والي محترم الحاج حافظ عبد الرشید "عمري" د یاد ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او هغوی ته یې په خبرو کې وویل چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا په چمتو شویو ښوونیزو برنامو کې پوره لیوالتیا سره برخه واخلئ څو ستاسو د اصلاح سبب او د بند مودې په پوره کېدو سره سم د سالمو او ګټورو وګړو په څېر ټولنې ته وړاندې شئ.

 

محرم الحرام ۲۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS