د فراه ولایت د زندان لپاره د لمریزې برېښنا یو منظم سیستم جوړ شو
د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په هڅو او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې، دا ځل د دغې ادارې له خوا د ۷۴۲ زره افغانیو په ارزښت د فراه ولایت په زندان کې د برېښنا د ستونزې د حل په موخه د لمریزې برېښنا یو منظم سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې په ۲۴ ساعته توګه به فعال وي.
د نوموړي زندان امر محترم مولوي لعل محمد "ذاکري" د یاد سیستم فعالېدل د برېښنا د ستونزې د حل لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، چې د لمریزې برېښنا دا سیستم به د فراه د زندان د برېښنا په برخه کې د مجربو او پوهو انجنیرانو له خوا ساتل او تنظم یېږي.
