د میدان وردګ ولایت د زندان له دوو پایوازانو څخه یو اندازه نشه يي او ممنوعه توکي کشف او ضبط شول
د نوموړي زندان دوه تنو پایوازانو، چې غوښتل یې په یوه موبایل او خواراکي توکو کې په ماهرانه توګه ځای پرځای کړي نشه يي مواد له ځان سره ولېږدوي، د دغه زندان د ویښو امنیتي اوکشفي موظفینو له لورې کشف او ضبط شول.
یاد نشه يي توکي او موبایل له لېږدوونکو سره یوځای، د یوې دوسیې له مخې په رسمي توګه د میدان وردګو ولایت اړوند برخې ته د لانورو اجرااتو لپاره وسپارل شول.
رجب المرجب ۲۳/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
