د میدان وردګ ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه ۳ ورځینی سمینار پیل شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۰:۴۴
ولایتی

دغه سمینار، چې د نوموړي زندان ملکي او نظامي پرسونل د پوهې او مهارتونو د لوړونې او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره جوړ شوی، ګډونوالو ته به هر اړخیز معلومات ورکړل شي.

داراز، د یاد ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" په وینا، یاد سمینار چې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی، د زندان ملکي او نظامي پرسونل لپاره په اداري چارو، د زندانیانو د ساتنې له هغوی سره چلند، د اعاشې‌، اباتې‌، زندانیانو د انتقال، د هغوی‌ د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعاتو  په اړه به معلومات ورکړل شي.

همدا شان، د یاد ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل د زندان د مسوولینو څخه په مننې ژمنه وکړله، چې له ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په خپلو چارو کې ترې ګټه پورته کړي.

په پای کې، د سمینار ګډونوالو دغه ډول پروګرامونه د خپل مسلک پرمختګ لپاره ګتور یاد کړل او د ورته نورو  برنامو د دوام غوښتونکي شول.

 

د یو بل خبر له مخې، د بغلان ولایت د زندان امر محترم الحاج ملا نعمت الله " سراجي " د دې ولایت د استیناف محکمې له رئیس الحاج مولوي شمس الله "عزیزي" او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانیانو د محاکماتي چارو او دوسیو څېړلو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.

 

داراز، د استیناف محکمې رئیس په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان له امر سره په کتنه کې، د زندانیانو محکماتي چارو پر چټکتیا او دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي د ټینګار ترڅنګ یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په ورته وخت کې، بغلان ولایت د زندان امر نوموړي پلاوي سره په خبرو کې وویل؛ چې د زندانیانو محکماتي چارو او دوسیو ته په وخت رسیدنه کیږي او په دې برخه کې ورته لازمې اسانتیاوې برابري کړي.

په پای کې، پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولينو مننه وکړه، چې د زندانيانو هرې ستونزې ته يې پر وخت رسېدنه کړې.

 

صفر المظفر ۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۴
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت له زندانه ارزونه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۱۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د خوست ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث عاليقدر مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د سپارښتنې پر بنسټ محترم الحاج ملا اغا ولي "نوراني" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د. . .

BACK TO NEWS