د نشه یي توکو او مسکراتو د مخنوي ابتدايه محکمې رئیس او مل پلاوي یې د کابل ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخوني له مسوولینو سره ولیدل
د کابل ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې امر محترم مولوي شهیدالله "خالد" د نشه یي توکو او مسکراتو د مخنوي ابتدايه محکمې رئیس محترم مفتي حمیدالله "عبیده" او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د توقیفیانو د محاکماتي چارو او دوسیو څېړلو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د یادې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم له نږدې ولیدل د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدلې، چې توقیفیانو د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړه او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه يې ترې وکړه.
په ورته وخت کې، د دې محکمې رئیس محترم مولوي عبیده په مشرۍ پلاوي توقیفیانو ته ډاډ ورکړ چې دوی به یې د جرمي دوسیو په برخه کې خپلو چارو ته لانوره هم چټکتیا ورکړي.
شعبان المعظم- ۱۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
