د ننګرهار د مرکزي زندان رئیس د دغه ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې له مسول سره ولیدل

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۵:۱۹
ننگرهار 2

محترم مولوي بلال "شاهین" په داسې حال کې، چې د یاد زندان د ښوونې او روزنې مسوولینو یې هم ملتیا کوله، تېره ورځ د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې له مسول سره د دغې لیدنه پرمهال، د دې زندان د ښوونځي او ښوونیز بهیر په اړه خبرې اترې وکړې.
د ننګرهارولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې مسول د نوموړي ولایت د ښوونځي وضعیت او د ښوونکو زحمتونه او فعالیتونه مثبت وارزول او د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ یې ژمنه وکړه، چې له دې ښوونځي سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل هڅه کوي، څو په ښوونیزه او روزنیزه برخه کې د کابل او ولایتونو د ټولو ازادۍ سلب مرکزونو لپاره یوشان او مناسبې زمینې برابرې کړي.

ربېع الاول-۸/ ۱۴۴۴ 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS