د ننګرهار ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د جلدي ښارښت (سکیبس) ناروغۍ د مخنوي په موخه د یاد مرکز په محجوزینو د درملو ویشلو ترڅنګ د هغوي خوني او دهلیزونو کې دوا پاشي وشوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۵:۸
ولایتی

د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مسوولینو  د یاد مرکز له محجوزینو څخه وغوښتل چې د دغې ساري ناروغۍ د مخنوي په موخه پاکوالي ته جدي پاملرنه او په دې ناروغۍ  د اخته کسانو څخه ځانونه لرې وساتي .

 

په همدې حال کې د ننګرهار د زندان مسوولینو د دې ولایت د بټي کوټ او لعل پورې ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړه

 

د دغه ولایت د زندان مسوولینو د نوموړي ولایت د بټي کوټ او لعل پورې ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له مسوولینو څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د مسوولینو له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

 

صفر المظفر ۲۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۴۴
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیکا، نورستان)

سمینار (۷) روزه ارتقای ظرفیت برای پرسونل نظامی زندان ولایت بدخشان راه اندازی گردید

به منظور بلند بردن ظرفیت‌های مسلکی و ارتقای سطح آگاهی پرسونل نظامی، سمینار آموزشی هفت روزه تحت عنوان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۸:۵۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري"په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمیر نور مسوولینو یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

ولایتي خبرونه (بامیان، زابل، خوست) د بامیان ولایت په زندان کې ښځینه محبوسینو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ شاپ پرانېستل شو

د بامیان ولایت په ښځینه زندان کې د ښځینه محبوسینو د اصلاح، روزنې او ځان بسیاینې په موخه د خیاطۍ او ګلدوزۍ نوی شاپ پرانېستل شو.

د یاد شاپ د پرانېستې پر مهال د زندان رئیس مولوي عبدالرحیم. . .

BACK TO NEWS