د ننګرهار ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سورت یاسین سیالۍ پای ته ورسېده

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۳:۳۴
ننگرهار

د ننګرهار ولایت د زندان مسوولینو په وینا، د دې ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سورت یاسین سیالۍ چې د یاد زندان د ښوونې او بیا روزنې او د دعوت او ارشاد امریتونو  له لورې په لاره اچول شوې وه د یولړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېده.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد مقتدا "حفیظ الله" او یو شمېر نورو مسوولینو او علماوو برخه لرله، د سورت یاسین زده کړې او دغه ډول روزونکو برنامو په ارزښت یې خبرې وکړې.

داراز، محترم مولوي حفیظ الله د یادې سیالۍ  ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، کوښښ کوي چې په راتلونکې کې ورته نورې ښوونېزې ګټورې برنامې هم په لاره واچوي څو زندانیان په دیني زده کړو او قرآني ارزښتونو باندې پوه او روحي تسکین ترلاسه کړي.

همدا راز، د یادې سیالۍ ویناوالو د دې زندان له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې زندانیانو ته دغه ډول ګټورې برنامې یې په لاره اچولي او په راتلوونکې کې یې د دغه شان با ارزښته برنامو پر دوام ټینګار وکړ.

 

جمادي الاول ۱۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

ولایتي خبرونه (بامیان، زابل، خوست) د بامیان ولایت په زندان کې ښځینه محبوسینو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ شاپ پرانېستل شو

د بامیان ولایت په ښځینه زندان کې د ښځینه محبوسینو د اصلاح، روزنې او ځان بسیاینې په موخه د خیاطۍ او ګلدوزۍ نوی شاپ پرانېستل شو.

د یاد شاپ د پرانېستې پر مهال د زندان رئیس مولوي عبدالرحیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳
Background image

ولایتي خبرونه: (غزني، کندز) د غزني ولايت په زندان کې د ښځینه بندیانو لپاره د خیاطۍ شاپ پرانیستل شو

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" وايي، د دې پروګرام اساسي موخه ښځینه زندانیانو ته مسلکي مهارتونو زده کړه ده، څو هغوی وکولای شي له ازادېدو وروسته په ټولنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

ولایتي خبر: (پکتیا) د پکتیا ولایت د زندان نظامي مسوولینو او پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه پنځلس ورځینی سمینار پیل شو


داراز، د پکتیا زندان د رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" په وینا، دغه سمینار کې ګډونوالو ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې به د دیني لارښوونو، نظامي اوصولو، اداري چارو، انضباط او مسلکي. . .

BACK TO NEWS