د هېواد له یو شمېر زندانونو څخه ۴۷۴ تنه زندانیان خوشې او ۲۳ نورو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو
یاد شمېر زندانیان د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخوندزاده"(حفظه الله) له خوا د زندانیانو د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان پر بنسټ له کندهار، فراه، کونړ، غزني، میدان وردګو او لوګر ولايتونو څخه ازاد او د ځينو نورو بيا د بند په موده کې کموالی راغی.
د زندانونو چارو د سمون اداره ژمنه ده، چې د ا.ا.ا. د عاليقدر مشرتابه د سزا د عفوې او تخفیف په اړه فرمانونه په پوره امانتولۍ او روڼه توګه پلې کړي.
رمضان المبارک ۲۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
