د پروان او کاپیسا ولایتونو د زندانونو (۲۳۶) تنه زندانيان د عفوې او تخفیف څخه برخمن شول

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۳:۵۴
noori

 

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت او تائیدۍ پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت د پروان ولایت د زندان (۷۱) تنه زندانیان عفوه او خوشې او (۱۰۰) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل شو.

په ورته وخت کې، د کاپیسا ولایت د زندان (۴۶) تنه زندانیان عفوه او خوشې او (۱۹) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل شو.

په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې،  چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله صدیقي، د عفوي او تخفيف د فرمانونو د پلي کولو امر محترم مولوي شهیداللّٰه "خالد" او د دغه ولایت د سیمه ییزو اړوندو مسوولینو ګډون درلود، ویناوالو په خپلو خبرو کې وويل: د اسلامي امارت راتګ سره اوس د نوموړې ادارې تر چتر لاندې زندانونه پر مدارسو او اصلاح ځایونو بدل شوي او هغه دیني، عصري او حرفوي زده ‌کړې چې زندانیان د بند په موده کې ترلاسه کوي، نو هیله ده چې له برکته یې په اخلاقو او چلند کې نېکه اصلاح او د جرم له بیا تکراره ډډه وکړي.

بلخوا، محترم مولوي شهیداللّٰه "خالد" وویل، د عفوې او تخفیف دا بهیر د اسلامي عدالت له روحیې سره سم په روڼه توګه تطبیق شو، چې د زندانيانو د اصلاح او ټولنې ته د سالمو وګړو په توګه د دوی د ورګرځېدو یوه مهمه برخه ده.

په ورته وخت کې، خوشې شویو زندانیانو د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې د پروان او کاپیسا ولایتونو د زندانونو د مسوولینو د ښه چلند او په زندانونو کې د ښو دیني او عصري علومو، کسب زده کړو او نورو اصلاحي برنامو د عملي کولو له امله د خوښۍ په څرګندولو  سره وویل، هڅه به وکړي چې د ترلاسه کړو زده کړو پرمټ به اسلام، هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

. . .

BACK TO NEWS