د پروان د زندان رئيس او مل پلاوي یې د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ له توقیفخونې ليدنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۱:۵۵
د پروان ولایت خبر

محترم مولوي عبدالرحیم او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د بګرام ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
همدا راز، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
په ورته مهال، یاد پلاوي د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ له ملکي او نظامي مسوولینو سره له نږدې وکتل او دواړو خواوو د دې ولسوالۍ د توقیفیانو د ستونزو د حل په موخه سلا مشورې وکړې.

محرم الحرام ۱۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۱۷
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، میدان وردګ، کندز) د ننګرهار ولایت په زندان کې د یو ملي سوداګر په مالي مرسته یو کلنیک جوړیږي.

د ننګرهار ولایت په زندان کې د کلنیک رغنیزې چارې چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او د یو ملي سوداګر په مالي مرسته جوړیږي، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولو ي سهیل "سعید" او د نوموړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۰:۳۷
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان (۷۷) تنه زندانیان له عفوې برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۴:۱۳
Background image

ولایتي خبرونه:( پنجشېر، پکتیا، هرات، سرپل، غور) د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

BACK TO NEWS