د پکتیا ولایت د زندان د ماشومانو د اصلاح مرکز له محجوزینو سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو، حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه.

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۵۹
مرکز اصلاح

یاده مرسته، چې په کې قرطاسیه، کمپلې، برېښنايي بخارۍ، او یوشمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل و، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف موسسې له خوا د دغه ولایت د زندان د مسوولینو له لورې د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح مرکز پرمحجوزینو په شفافه توګه وویشل شوه.

د پکتیا ولایت د زندان مسوولینو د یونیسف موسسې له دغې انسان دوستانه مرستې مننه او په راتلونکې کې یې د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړله.

 

جمادي الثاني ۲۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه: (جوزجان، غزني) د جوزجان ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره د اکتید موسسۍ له لورې د ژمنیو او حفظ الصحه توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو، د دې ولایت د زندان د مسوولینو په همغږۍ او د اکتید موسسې له خوا وشوه، چې جمپر، صابون، شامپو،. . .

BACK TO NEWS