د پکتیا ولایت په زندان کې ۳۱ تنو زندانیانو د قرانکریم د حفظ دوره پایته ورسوله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۹:۴۲
دستاربندی

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله " بدر" له یادې دورې د نوموړو زندانیانو د فراغت مراسمو کې د ګډون لپاره د پکتیا ولایت زندان ته ورغلی و او هلته یې د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د دې ولایت مرستیال والي محترم مولوي انعام الله "صلاح الدین"، د یادې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد"، د پکتیا د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" او یوشمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، د دوی د حفظ د دورې د پایته رسېدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې په پام کې لري په دې زندان کې نورو دیني او عصري برنامو ته مناسبه زمینه برابره کړي.
داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" وویل، د زندانونوچارو د سمون ادارې د کابل په ګډون د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې هم د زندانیانو لپاره د دیني، عصري او حرفوي زده کړو مختلفو برنامو عملي کولو ته زمنیه برابره کړې، څو پرمټ یې زندانیان وکولی شي له ناوړه کړنو لرې او له بنده تر ازادېدو وروسته خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.
داراز، د زندانونو چارو سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" د پکتیا ولایت په زندان کې د قرانکریم د حفظ د دورې فارغانو زندانیانو ته په خبرو کې وویل: « موږ ستاسو دا هڅه او په دې دوره کې مو په مینه ګډون ستایو، خو هیله مو دا ده چې په راروانه دوره کې هم برخه واخلئ او کوم دیني مسایل چې تاسو دلته زده کوئ په راتلونکې کې له بنده تر ازادېدو وروسته یې له خپلو کورنیو او دوستانو سره هم شریک کړئ، چې له یوې خوا ستاسو ثواب زیات شي او له بلې خوا هغوی هم له دې زده کړو برخمن شي».
په ورته مهال، د مراسمو نورو ویناوالو په زندان کې د دا ډول برنامو پرمخ وړل یو مثبت ګام وباله او د زندانونوچارو د سمون ادارې له رهبرۍ او مسوولینو څخه یې د مننې تر څنګ، د نورو دیني برنامو پر عملي کولو ټینګار وکړ.
په پای کې، د پکتیا ولایت په زندان کې د قرانکریم د حفظ د دورې دغو۳۱ تنو زندانیانو ته د خیر د دعا په کولو د دستار بندۍ مراسم هم ترسره شول.
 
جمادي الثاني ۱۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS