د پکتیا په زندان کې د زندانیانو د اصلاح په موخه یوه مشاعره ترسره شوه

تېره ورځ د دغه ولایت په مرکزي زندان کې د زندانیانو اصلاح او تفریح په موخه یوه مشاعره چې د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید"، د پکتیا د نظامي محکمې رئیس محترم شیخ الحدیث عبدالهادي "همت" او یو شمېر شاعرانو په ګډون جوړه شوې وه ، په کې د زندانیانو د اصلاح او تفریح په پار، اسلامي او هېوادني شعرونه د مشاعرې ګډونوالو ته وړاندې شول.
داراز، محترم سهیل په خپلو خبر کې یاده مشاعره د زندانیانو اصلاح او تفریح په موخه ګټوره وبلله او زیاته یې کړه چې له دې سره به زندانیان پر ښه او اسلامي روحیه سمبال او په راتلونکې کې به له ناوړو کړنو څخه لرې پاتې شي.
ربیع الاول ۱۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت