د چارو ادارې د یوه پلاوي له خوا د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو برخو مسوولینو ته د (HRMIS) سيسټم د ښه کارونې په اړه معلومات ورکړل

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۵:۱۴
خبر منابع بشری

د ا.ا.ا. د چارو ادارې یوه پلاوي چې مشري یې محترم محمدصمیم بهرام کوله نن(یکشنبې) د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید"، د مالي او حسابي رئیس محترم مشعل "حکمت" او دغه اداره کې د یاد سیسټم مربوطه کارکوونکو شتون درلود، د بشري سرچینو دمدیریت د معلوماتي سیستم د ( HRMIS) په اړه لازم معلومات شریک او د بایوګرافيکي پروسې د پلې کولو په موخه یې خبرې اترې وکړې.

د یاد پلاوي د مشر په وینا، نوموړی سيسټم د ملکي کارکوونکو د مرکزي معلوماتو بانک دی چې د هېواد په کچه د ام.ارتي وزارتونو او ریاستونو د بشري سرچینو د ستراتېژیک پلان جوړونې او مدیریت د څرنګوالي لپاره کارول کېږي.

نوموړي وویل، د دغه سیسټم کارول به د ملکي کارکوونکو کاري سوانح د له منځه تللو او ناسمو معلوماتو څخه مخنیوی کوي او په اسانۍ به د کارکوونکو سوانحو ته له لاسرسي او د اسنادو الکټرونیکي کېدو سره ډېره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي اخندزاده په یاد سیسټم کې د بایوګرافيک پروسې د پلې کولو په موخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، دا اداره تل هڅه کوي چې کارونه په اصولي، شفاف او قانوني ډول مخ ته یوسي او اوس چې د غوره کاري چاپېریال لپاره د (HRMIS) سیسټم برابر شوی، نو دوی به یې د عملي کولو په موخه ډېره هڅه وکړي.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي سعید دغه سيسټم د کارکوونکو د سوانح په ساتلو او د کارونو د لاچټکتیا په هدف اړین وباله او زیاته یې کړه، چې په پلي کولو سره به یې په اداري چارو کې اسانتیاوې لازیاتې شي.

 

ربیع الاول ۱۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS