د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې محجوزینو ترمنځ د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) د ازموینې ممتازو  زده کوونکو په پار ستاینغونډه ترسره شوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۴
ماشومان

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي شرافت الله "حقاني" په داسې حال کې چې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، یادو محجوزینو ته د مبارکۍ  ترڅنګ زیاته کړله چې د زندانونو چارو د سمون ادارې محجوزینو لپاره د غوره خدمتونو د برابرولو په موخه کوښښ کوي چې نوموړو محجوزینو ته په بېلابیلو برخو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

همداراز، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس په خپلو خبرو کې زیاته کړله؛ دا چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو د روزنې او د زده کړې چارې په غاړه لري تل کوښښ چې نوموړي په ښه فکر او روحیه وروزي څو په راتلونکي کې و کولای شي له ناوړه کړنو لرې پاتې او د خپلو هېواد او کورنۍ لپاره د ښه خدمت جوګه شي.

همدا شان ، محترم مولوي حقاني  په خبره یادې سیالۍ ممتاز زده کوونکو ترڅنګ نور محجوزین د مختلفو حرفوي زده کړو څخه هم فارغ کړي چې پر مټ به یې له دې مرکز څخه په وتلو سره سم وکولای شي خپلې کورنۍ ته حلاله روزي وګټي.

په ورته وخت کې، د غونډې ګډونوالو د حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه وسلم) پر سیرت د خبرو ترڅنګ د یاد مرکز له مسوولینو څخه مننه وکړله چې دا ډول برنامو په تر سره کولو سره به محجوزین وکولی شي د خپل خوږ پیغمبر (صلی الله علیه وسلم)  له سیرت سره اشنا او د نوموړي مبارک سیرت په ژوند کې عملي کړي.

په پای کې، د یاد مرکز د مسوولینو  له لورې د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم)  د سیالۍ یو شمېر ممتازو زده کوونکو ته  ډالۍ هم ورکړل شوې.

 

ربیع الاخر ۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS