د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان (۷۷) تنه زندانیان له عفوې برخمن شول

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۰:۳۷
مرکزی

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ  زندانونو  د محبوسینو د نسبتي دوسیو کره څېړنه کړې، چې د هغوی د څېړنې او نظر پربنسټ او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام د تائیدۍ په اساس د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان (۷۷) تنو محبوسینو د حبس پاتې مودې عفو او خوشې شول.

د یادونې وړ بولو، چې د یاد بهیر په ترڅ کې هغه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیف څخه برخمنېدای شي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي او د ټاکل شوي حبس درېیمه برخه یې بشپړه کړې وي.

 

جمادی الاول ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۴:۱۷
Background image

ولایتي خبرونه ( بامیان، فاریاب، غور) د بامیان ولایت د زندان (۳۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۱۷
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، میدان وردګ، کندز) د ننګرهار ولایت په زندان کې د یو ملي سوداګر په مالي مرسته یو کلنیک جوړیږي.

د ننګرهار ولایت په زندان کې د کلنیک رغنیزې چارې چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او د یو ملي سوداګر په مالي مرسته جوړیږي، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولو ي سهیل "سعید" او د نوموړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۰:۳۷
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان (۷۷) تنه زندانیان له عفوې برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

BACK TO NEWS