د کابل ولایت په مرکزي توقیفخونه کې ( ۶۴) تنه توقیفیان د دیني زده کړو له دورو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د ځینو وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو او مطبوعاتو مسوولینو او علماوو ګډون درلود، له یادو دورو څخه د نوموړو توقیفیانو فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال د دوی د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړله، چې زندانیانو لپاره د زده کړو ښه زمینه برابرې شوې توقیفیان کولی چې په دیني، عصري او حرفوي زده کړو کې په لېوالتیا سره برخه واخلي ځکه چې دغه زده کړې د دوی په اصلاح کې مثبتې تمامې شوي دي.
همدا شان محترم قاري محمد ګل جګرخون وویل چې زندانونه اوس په مدرسو بدل شوي او زندانیانو لپاره د زده کړو ښه زمینه برابره شوې څو وکولی شي د زده کړو پر مټ د سالم وګړو په څېر له ټولنې سره یو ځای شي.
محترم قاري جګرخون زیاتوي چې له توقیفیانو سره د وروڼو په شان چلند کیږي او د هغوی ټول شرعي او انساني حقوق خوندي دي،
همهاله، د یادې غونډې ویناوالو د قرآن عظم الشان په فضیلت او د بنديانو د اصلاح په اړه خبرې وکړې او د حفظ دورو او حرفوي زده کړو دوامدار تنظيم او ترتیب یې نيک ګام وباله او زياته يې کړه، چې زندان د مجرمینو د ژوند لپاره يو تربيتي پړاو دی بايد دوی د خپلې اصلاح لپاره کار وکړي.
د یادونې ده، د کابل ولایت په مرکزي توقیفخونه کې د امام ابو یوسف(رحمه الله) مدرسې څخه د ديني برنامو له لارې ۶۴ تنه توقیفیان فارغ شول.
یاد مراسم ګډونوالو ته د فراغت د سند په توګه د تصدیق پاڼو په ورکړې او د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېده.
ربېع الاخر ۲۳/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت