د کار او ټولنيزو چارو وزارت معين د ننګرهار ولایت له زندان څخه ليدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۳:۳۶
ولایتی

د کار او ټولنيزو چارو وزارت معين محترم مولوي محمد زاهد "احمدزی" او ننګرهار ولايت د کار او د ټولنيزو چارو رئيس محترم مولوي فريدالله "حقاني" په ملتيا یوه پلاوي د ننګرهار ولايت زندان څخه د لیدنې ترڅنګ یې د نوموړي زندان مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

داراز، نوموړي پلاوي د یاد زندان اړوند د بېلابېلو حرفوي شاپونه څخه یې د لیدنې ترڅنګ له زندانيانو سره يې هم له نږدې وکتل او هغوی ته یې اصلاحي ويناوې وکړې او د حرفوي زده کړو پر ارزښت او د ټولنې ته د بېرته ستنېدو پر سالم بهير يې ټينګار وکړ.

همداراز، د کار او ټولنيزو چارو وزارت معين محترم مولوي محمد زاهد احمدزي ډاډ ورکړ، چې د راتلونکي مالي کال په بهير کې به د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتې ژيکو اړيکو له رياست سره په همغږۍ، د حرفوي زده کړو بېلابېل شاپونه برابري کړي، څو زندانيان د حبس د مودې پر مهال مسلکي مهارتونه زده او له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته وکولی شي د همدې مهارتونو له لارې خپل ژوند او د کورنيو اقتصادي اړتیاوې په مشروع ډول برابرې او له تکراري جرمونو څخه ځان وساتي.

 ورته مهال، د ننګرهار ولايت د زندان رئيس محترم مولوي سهيل "سعيد" د ياد پلاوي د ليدنې هرکلی وکړ او د حرفوي زده کړو د پراختيا پر اهميت يې ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړه، چې د حرفوي مهارتونو زياتوالی د زندانيانو په اصلاح، بيا ادغام او ټولنې ته د سالم وګړو په څېر د هغوی په وړاندې کېدو کې رغنده رول لري.

 

رجب المرجب ۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه: (جوزجان، غزني) د جوزجان ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره د اکتید موسسۍ له لورې د ژمنیو او حفظ الصحه توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو، د دې ولایت د زندان د مسوولینو په همغږۍ او د اکتید موسسې له خوا وشوه، چې جمپر، صابون، شامپو،. . .

BACK TO NEWS